غزل په څه دود يې ځای نيولی ستا تر څنگ دی Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په څه دود يې ځای نيولی ستا تر څنگ دی د رقيب خبره مه منه بد رنگ دی 02 زه چې ډېر ډېر ستا له ډېره جوره ژاړم تر دو چشمو مې چشمه بحر د گنگ دی 03 ښاپېريې دې په هورته هورته گرځي نن په دا لوري د شاه د باهو شرنگ دی 04 لاس يې مه پرېږده له لاسه، خوله يې واخله پرېوتلی په ياغي راجا قلنگ دی 05 په زړه مهر، محبت، په خوله ښکنځل کا څه عجب زېبا د دوو مينو جنگ دی 06 لکه سپی د خپل څښتن جور و جفا وړي خوار عاشق تر معشوقې پورې بې ننگ دی 07 په ورو، ورو باندې قدم کېږده خوشاله! خدای دې پل د چا خطا نه کا گړنگ دی Dictionary meaning × Headword