غزل
په تلخۍ د ميو هر څوک ميخوار نه دی
رحمان باباپه تلخۍ د ميو هر څوک ميخوار نه دی
هغه خار چې بوی دگل لري خار نه دی
هر نگار چې بې وفا دی نگار نه دی
په گلزار کې چې گل نه وي گلزار نه دی
دينداري دنياداري ده وبله لرې
ما ليدلی هېڅ ديندار، دنيادار نه دی
که روزگار دی په جهان کې عاشقي ده
ددې نور عالم روزگار څه روزگار نه دی
چې بنا يې د تصديق محکمه نه وي
دظاهر په خوله اقرار څه اقرار نه دی
په هر زړه چې دخپل يار د غم غبار وي
دغه ابر د رحمت دی غبار نه دی
چا به کسب دعشق نه کړ بارې څه کا
چې دا گنج وهر يوه ته اظهار نه دی
معشوقې وفا له هېچا سره نه کا!
گڼه کوم يو ددې رخت خريدار نه دی
دخپل يار وصال دخدای په داد مونده شي
دغه کار د هېڅ بنده په اختيار نه دی
په رحمان باندې منت دخپل محبوب دی
د بې حسنو معشوقو منت بار نه دی