غزل

په تېرو تورو درومي يکرنگان

خوشحال خان خټک

په تېرو تورو درومي يکرنگان

په لمبو باندې ځان ولي پتنگان

د کونجکو قدر يو، د دُرو بل دی

ننگياليو سره څه ږدې بې ننگان

ارنگي د زړه دليل د جنتي دی

د دوزخ د اور لايق دي دلتنگان

د بادشاه په سلطنت پورې خندا کا

په سپېرو ايرو لړلي ملنگان

نور ماهي يې تار په تار درومي له مخه

ماتوي لويې بېړيې نهنگان

د هاتي له پاسه سور ورته پيکه وي

چې د ميو پيالې اخلي سرهنگان

څه د ځان صرفه، اوس کار کوه خوشاله!

لکه کار کا پرهارژلي پلنگان