غزل
په تېرو تورو درومي يکرنگان
Khushal Khan Khattakپه تېرو تورو درومي يکرنگان
په لمبو باندې ځان ولي پتنگان
د کونجکو قدر يو، د دُرو بل دی
ننگياليو سره څه ږدې بې ننگان
ارنگي د زړه دليل د جنتي دی
د دوزخ د اور لايق دي دلتنگان
د بادشاه په سلطنت پورې خندا کا
په سپېرو ايرو لړلي ملنگان
نور ماهي يې تار په تار درومي له مخه
ماتوي لويې بېړيې نهنگان
د هاتي له پاسه سور ورته پيکه وي
چې د ميو پيالې اخلي سرهنگان
څه د ځان صرفه، اوس کار کوه خوشاله!
لکه کار کا پرهارژلي پلنگان