غزل
په هغه جهان به خلاص وي له عذابه
خوشحال خان خټکپه هغه جهان به خلاص وي له عذابه
که دلې يې سريکار وي له کتابه
واړه زه يم چې مې هسې شراب بد کړل
گڼه کومه بدي غواړې له شرابه
د شيطان له چارو لرې لرې گرځه
يو درنگ مه اوسه بې چنگ او بې ربابه
د ښه مخ په ننداره کې خيريت دی
که زما له لوريه چار نه شي خرابه
چې دا هسې ارت ملک په خپسر تنگ کړې
په خلوت کې دې څه سود دی شېخ و شابه
چې يې سرې لمبې په ځان کړلې قبولې
د ښه بوی نفس پيدا شو له گلابه
هم حيوان يې، هم سړی يې، هم ملک يې
که نه ښه په ځان خبر شي له حسابه
که خبر له حاله نه شې درته وايم
په بل نام به باله نه شې بې دوابه
که پخوا يې خرابي د چا ليدلې
بيا به هم وي د وجود مېنه خرابه
هر طناب يې و دانا و ته معلوم دی
دا خېمه ولاړه نه ده بې طنابه
د خوشال خټک په ژبه برکت شه
چې ويل کا په پښتو له هره بابه