غزل

په هردم کې نوې نوې تماشا کړم

رحمان بابا

په هردم کې نوې نوې تماشا کړم

زه رحمان د خدای وکړو وته حيران يم

ژوبل ژوبل د ترکانو په نگاه يم

تر دا لا په دا غوڅېږم چې پناه يم

چې يوسف غوندې هزار په کې پراته دي

بنديوان د هغه سيم ذقن په چاه يم

چې يې قدو قامت نه وينم په سترگو

عندليب په سر د سروې دخپل آه يم

د سپين مخ دتورو څڼو له رغبته

منت بار د هر سفېد او هر سياه يم

لکه څوک چې په خره سور وي مخ يې تور وي

زه هم هسې تر خپل خدای پورې رو سياه يم

د رقيب خبرې وړم د يار دپاره

دعاگوی هم د نېک خواه هم د بدخواه يم

بې له عشقه کې مې عيب که مې هنر دی

نه خبر په عبادت نه په گناه يم

ښاخ د زلفو يې په خپله خدای راټيټ کړ

گڼه زه د يار تر قد پورې کوتاه يم

ځان هر گوره نا اگاه راڅرگندېږي

له هغې ورځې راهيسې چې آگاه يم

بې صبرۍ ديار په وصل کې مهجور کړم

د پسرلي په مرغزار کې وچ گياه يم

له اوله ټټر ووهم بيا آه کړم

په نارو نارو خروس د صبح گاه يم

په جذبو جذبو يې راکښوم و ځان ته

هغه يارمې کهربا دی زه يې کاه يم

لکه بار د ونې پوخ شي ځنې رېژي

زه هم هسې بار تړلی سر براه يم

اوس مې ځای په دا جهان کې پاتو نه شه

خوځېدلی تر چهل و تر پنجاه يم

د رقيب علاج اسان دی بلا دا شوه

زه رحمان له خپله ياره ناويسا يم