غزل
په ورځ ناست يې بې طلبه
رحمان باباپه ورځ ناست يې بې طلبه
په شپه خوب کړې بې ادبه
لاس دې وخاته له دواړو
هم له روزه هم له شبه
نه دلې شوې نه هورې شوې
تر ميان ورک شوې مذبذبه
عبادت دې په ريا شه
په مذهب کې بې مذهبه
مدام بند يې په سبب کې
بې خبر له مسببه
واړه تشې شلومبې شاربې
خبر نه شوې له مطلبه
ته وده ورباندې ناست يې
اس دې يون کا بې جلبه
تن دې تش په توره وسو
اس دې داغ کړ بې منصبه
د راکب چې واک پردی شي
سود يې څه وي له مرکبه
له ژونديو سره ناسته
له مرده وو مرکبه
هلک لوی شوې په اوبو کې
اوبه نه پېژني کبه
لکه کاڼی يا کودړی
په درياب کې تشنه لبه
ناگاه خپسر اگاه بولې
دا خبره ده عجبه
مراد له زهده معرفت دی
نه تش ځان وژل اقربه
د رحمان شراب له عشقه
نه له گوړو له عنبه