غزل په ظاهر صورت چې ستا د در گدای دی رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 په ظاهر صورت چې ستا د در گدای دی په معنی کې دجمله جهان کد خدای دی 02 مجنون بيد غوندې رونق د گلستان شي چې يې ستا له غمه سر په پشت پای دی 03 چې له غمه دې جرس غوندې نالان دی د جمله وو گمراهانو راهنمای دی 04 چې څوک زړه د ستا وتورو سترگو ورکا ستا د وروځو تر محراب لاندې يې ځای دی 05 چې مسکن يې د زړه ستا د زلفو خم شي دهغو ناستی په سيوري د همای دی 06 چې تا وويني و ماته نصيحت کا شک پرې مه کوه بېشکه چې خودرای دی 07 که زردار دي اشنايان د زردارانو د رحمان داشنايانو تکيه خدای دی د قاموس مانا × اصلي کلمه