غزل

په زړه سخت بې مهره يار يې

خوشحال خان خټک

په زړه سخت بې مهره يار يې

جفا کا ر و دل ازار يې

که هر څو په کوکو ژاړم

ته لا خوښ زما په کار يې

تا ويشتلی يم ، فرياد کړم

که خبر په خپل گوزار يې

زه مرهم کړم له تا طمع

ته مې مالگه د پرهار يې

زه به تل ژاړم و تاته

که ته خوښ زما په زاريې

زړه دې وسپاري و غم ته

د هغو چې ته دلدار يې

څوک به څه وايي و تاته

ته يو څه رنگه نگار يې

چې په خپله عاشق وژنې

هم يې وير کړې، په چيغار يې

کوم گناه دې عاشق کړې

چې يې خيره په ناتار يې

کله درد، کله دوا شې

کله خار، کله گلزار يې

په خوشال دې غم ناز ل کړ

چې اغيار سره کنار يې