غزل په زړه سخت بې مهره يار يې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په زړه سخت بې مهره يار يې جفا کا ر و دل ازار يې 02 که هر څو په کوکو ژاړم ته لا خوښ زما په کار يې 03 تا ويشتلی يم ، فرياد کړم که خبر په خپل گوزار يې 04 زه مرهم کړم له تا طمع ته مې مالگه د پرهار يې 05 زه به تل ژاړم و تاته که ته خوښ زما په زاريې 06 زړه دې وسپاري و غم ته د هغو چې ته دلدار يې 07 څوک به څه وايي و تاته ته يو څه رنگه نگار يې 08 چې په خپله عاشق وژنې هم يې وير کړې، په چيغار يې 09 کوم گناه دې عاشق کړې چې يې خيره په ناتار يې 10 کله درد، کله دوا شې کله خار، کله گلزار يې 11 په خوشال دې غم ناز ل کړ چې اغيار سره کنار يې Dictionary meaning × Headword