غزل په زړه تر يار ځارېږم د پتنگ غوندې پېرې کړم خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 په زړه تر يار ځارېږم د پتنگ غوندې پېرې کړم يو راز دی په دا کار کې که په خوله ورته ښېرې کړم 02 يو باغ دی د گلونو چې و ماته غوړېږي چې يار راسره ناست وي، ورته زه د ناز ښېرې کړم 03 عاشق مې پاتې نه شو، پرېږده پڅې پرتې اوسي ښايي چې بوالهوس ته د غمزې تورې تېرې کړم 04 چې ځای مې په گلشن و هغه زه وم، راشه گوره په هر چېرته چې درومم په گلخن باندې دېرې کړم 05 دا زړه دی که قسمت دی که څه نور څه کوډې موډې چې زه يې مبتلا د ستمگرې په څېرې کړم 06 چې ته له ما نه لاړ شې که بالښت که نهالۍ وي په درسته شپه چې ژاړم په ژړا دواړه ترې کړم 07 که پايم په دنيا کې زه خوشال په دا زوړوالي دخپلو د پرديو به لا څو مېنې سپېرې کړم د قاموس مانا × اصلي کلمه