غزل
په ځوانۍ کې بد دماغه بد گومان يې
رحمان باباپه ځوانۍ کې بد دماغه بد گومان يې
چې پيري درباندې درېشي ناتوان يې
که په دا دې زړه ښه کېږي دا خو نشته
چې په تل تر تله ژوې هم به ځوان يې
چې هر گز دې په لاس نه دي کښېوتوني
بېهوده د هغو چارو په ارمان يې
چې بې خدايه زړه تړې په نور څه پورې
هم په خدای، هسې باور کړه چې نادان يې
پښېماني تر پښېمانۍ لا پخوا بويه
نه هغه چې بيا په تېر ساعت پښېمان يې
هسې رنگ دې و هغه جهان ته شا کړه
گويا تل به مستقيم په دا جهان يې
هومره سر دې و خپل خدای وته ټيټ نه دی
لکه ټيټ په لور د خان و د سلطان يې
يوه شپه په طاعت نه شې روڼولی
هره شپه په مال وملک باندې پاسبان يې
په تسبيح دې تانده ژبه وچ لرگی شي
پوچ گويۍ لره بلبل غوندې گويان يې
و نمانځه ته چې لمر خېژي هاله پاڅي
په قلبه پسې لا نيمه شپه روان يې
اوداسه لره کوزه اخستی نه شې!
چې په لو او په لور ورشې پهلوان يې
د هلک په څېر لاس اچوې و اور ته
نه خبر په خپل بهبود نه په نقصان يې
پټې سترگې لکه ستور په گاڼۍ گرځې
که پرېوځې وکوهي وته روان يې
چې و بل ته نصيحت کا ځان يې هېر وي
نور څوک نه دی هغه ته عبدالرحمان يې