نظم
پاکه مينه
ګل پاچا الفتد مومن په زړه کښې مينه وي د الله اکبر
د قارون په زړه کښې مينه د دنيا د سيم و زر
په پاک زړه کښې پاکه مينه په نا پاک زړه کښې ناپاکه
د غوجل په شانې زړه کښې مينه وي د گاو وخر
خفي شرک دی که څوک پوه شي د دنيا مينه په زړه کښې
يوه مينه ساته زړه کښې نورې مينې کړه بهر
د مين نظر هر کله وي پخپلې ليلی باندې
د پتنگ نظر په شمع نه په شمس نه قمر
شي له نورو بېگانه، لېونی بيا فرزانه
چې په عشق او محبت کښې شي له ځانه ناخبر
حال يې بل شي خيال يې بل شي نظر بل شي منظور بل شي
بل سړی شي بل عالم کې د يو چا په يو نظر
د دنيا تورو تيارو کښې پټې سترگې ويده پروت وم
د راحت بستر مې پرېښود چې مې وليده سحر
له عالمه کناره شه! که وصال دمحبوب غواړې
گڼه گوڼه کښې څوک مومي وصالونه د دلبر
څو دنيا نکړې طلاقه د عقبی ليلی مه غواړه
بن په بنې ورځې کله د شپې چا ليدلی لمر