غزل

پس له مرگه که څوک ارت غواړي خپل گور

رحمان بابا

پس له مرگه که څوک ارت غواړي خپل گور

که حق وايم هومره ارت يې بويه کور

تر ځان زياته کمه جار څه په کار نهده

ځان په لوېشت کړه چې دې څو دی اوږد سور

چې جامه د چا کوتاهه يااوږده شي

ورکاوه شي هنرمند لره پېغور

هر سړی چې په حساب کې تېر و بېر شي

ملامت پرې وايه کېږي لور په لور

چې لايق د ملامت او د تهمت شي

ځان لري که بې عزت شي هم سرتور

چې عزت حرمت يې نه وي په جهان کې

هغه هسې ژوندون وسوځه په اور

بې عزت سړی به خوښ د هېچا نه وي

مگر هسې بې عزت وي ځنې نور

خپل مجلس يې تر جمله مجلسه خوښ وي

په هر ځای چې سره جمع شي خمسور

هر همجنس له خپل همجنسه سره جوړ وي

زېب کا هر ه کشيده په خپل انځور

نابينا په خپله سيمه کې بينا وي

بينايان په پردي ملک شي کر و کور

که ته نه يې بد کردار دې بد کردار کا

کښېناسته له بد کردار سره پېغور

درست صورت د يوه نوک په درد دردمند شي

وران شي ښهر د يوه سړي په تور

چې يو غاښ په خوله کې زوړند شي يا ووځي

درسته خوله پرې بد نمايه شي هر گور

يو سړی چې په کوړمه کې د چا گرم شي

واړه گرم کا که پينځه وي که څلور

بدکردار زويه ناموس د پلار و مور

حبطه کاندي ناموس د پلار و مور

هرڅوک خپله خوشالي له خدايه غواړي

بارې نه شي دغه کار په زر و زور

خدای په خپل قدرت څوک لوی او څوک هلک کړه

نه چې هر ښهر ډيلی شي يا لاهور

د ټنگو پورونو هر څوک وبله کاندي

بخت هېچا ورکړی نه دی ځبله پور

د چا تاج په سر زرين خنجر تر ملا وي

د چا پنډ په سر، په ملا ټومبلی لور

څوک په اس د پاسه سور وي توغ د وړاندې

څوک ږير کلی گرځاوه شي په خره سور

ای رحمانه! د خدای نوم په چا وانه خيست

که د خدای چارې په پلار شوې يا په مور