غزل پاتې نه شو سوز د محبت په پروانه کې امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 پاتې نه شو سوز د محبت په پروانه کې شمع شوه گويا د خپل جمال په افسانه کې 02 سترگې د وختونو چې څه برندې غوندې ښکاري څه فتور خو پېښ شو په مزاج د زمانه کې 03 مې خو هم هغه دي خو سرور ترې مرور دی پاتې اسوېلي دي صراحي او پيمانه کې 04 نشته پېروزوينه يو تر بله د رندانو غونډ سره همه دي هوښياران په ميخانه کې 05 مينه بازاري شوه که ښکلا زمانه سازه ښکليه چې دې سم ښکاري دروغ په بهانه کې 06 ساز د زمانې جوړ د فطرت له واکه وووت بې له غمه څه دي په نغمه په ترانه کې 07 داسې شور او زوږ چې ښاريه کې به هم نه وي دلته شو له کومه راپيدا په ويرانه کې 08 زړه او داسې تش دمحبت له کيفيته!! گويا باده ختمه شوه د کورو په دانه کې 09 اوس نو خرد چرته چې مستي له مېنځه لاړه فرق نشته حمزه په فرزانه او ديوانه کې د قاموس مانا × اصلي کلمه