نظم پينځم باب په بيان د صبر کې خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 صبر ډېر ښه دی عزيزه په بلا تر هره څيزه 02 صبر ډېر ښه دی يارانو مل دی خدای دصابرانو 03 هر سړی چې صبر کاندي ظفر مومي وروستو وړاندې 04 خدای صابر دی صابر غواړي څوک چې صبر کا پرې وياړي 05 د فرح مفتاح دی صبر زړه پټی دی صبر ابر 06 چې باران په پټي وشي ترې گلونه زرغونه شي 07 چې نم نه ورش ي تر ځمکې ځمکه نونې هم کا ورکې 08 مرد په صبر مشکل وړه شي چې صابر وي مرد هاله شي 09 که پرې سل بلا رادرومي مرد به غم په کې نه مومي د قاموس مانا × اصلي کلمه