نظم
پينځم باب په بيان د صبر کې
Khushal Khan Khattakصبر ډېر ښه دی عزيزه
په بلا تر هره څيزه
صبر ډېر ښه دی يارانو
مل دی خدای دصابرانو
هر سړی چې صبر کاندي
ظفر مومي وروستو وړاندې
خدای صابر دی صابر غواړي
څوک چې صبر کا پرې وياړي
د فرح مفتاح دی صبر
زړه پټی دی صبر ابر
چې باران په پټي وشي
ترې گلونه زرغونه شي
چې نم نه ورش ي تر ځمکې
ځمکه نونې هم کا ورکې
مرد په صبر مشکل وړه شي
چې صابر وي مرد هاله شي
که پرې سل بلا رادرومي
مرد به غم په کې نه مومي