نظم پښېمانه غرور عبدالباري جهاني د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ما د خپل عمر د ازل پر تندي پر هغه سپينه پاڼه 02 چي لا رنګونه د زمان ور رسېدلي نه وه چي لا بادونه د آسمان پر غوړېدلي نه وه 03 چي لا ګردونه د جهان ورته ختلي نه وه په خپلو ګوتو خپل قسمت وليكى 04 ما د تقدير د لامكان پر لمن ما د خالق ما د يزدان پر لمن 05 په خپلو وينو قسمت ولمباوه ما له محرابه ياغي سوى بنده 06 د خپل وجود په شمع د خپل ژوندون په لمبه 07 په خپل تندي كي سجده وسوځول راته ابليس په كټ كټ وخندله 08 راته قسمت په ساندو وژړله او زما په سرو وينو لړلي ګوتي 09 د خپل جانان پر سپينه پاكه لمن د ځوانيمرګي پښيمانۍ په لمبه وچي سولې د قاموس مانا × اصلي کلمه