غزل

پورته بدر راښکاره شه ښکته نمر

رحمان بابا

پورته بدر راښکاره شه ښکته نمر

ښکته پورته واړه مخ دی د دلبر

نمر سپوږمۍ مې د پالنگ د پاسه رغړي

چې مې يار په بالښت ولگوي سر

په سرو سپينو دُرو لعلو يې غوږ ډک شي

چې مې غوږ کاندي د اوښکو په در در

چې يې ووينم په مخ مې اوښکې درومي

لکه موم چې په آفتاب شي برابر

بل مذکور د سخن گويو سترگو نه زده

بې له دې ذکره چې الله اکبر

ضد دي اور او اوبه بې ديار له شونډو

چې هم اور دي هم اوبه دي دکوثر

په شرابو کې خوند نشته د شکرو

ديار شونډې هم شراب دي هم شکر

که سل ځله پټ تر شونډو لاندې خاندې

نه پټېږي آب د لعل او د گوهر

دا خو مالره خدای راکړ گڼه نشته

هسې بت په بت خانه کې د آذر

بس له دې به يې په نام د ملک بولم

هم په دا چې نشته دا رنگه بشر

که رحمان صاحب نظر باله شي ښايي

چې مدام ديار په مخ لري نظر