غزل

پرورده که د مغولو په نمک یم

خوشحال خان خټک

پرورده که د مغولو په نمک یم

دا ورنگ له جوره هم له غریوه ډک یم

په نا حق ئی په زندان کړم یو څو کاله

خدای خبر دی که ه خپله گناه شک یم

پښتنو سره زړه تور دی د مغو لو

خبر دار ئی په نیتونو یک په یک یم

که سره که نا سره راته معلوم د ی

په دا کار کښی په معنی لکه محک یم

هغه زیست چه د عزت له مخه نه وی

چه ئی کار په هغه زیست پوری هک پک یم

په خپل نام و ننگ راشم لیونی شم

خبر دار کله په سودو زیان د لک یم

اور ئی پوری په منصب په نوکرۍ شه

چه تر فهم وتر نظر د مغل کک یم

هر پښتون چه د مغولو نوکری کا

که د زده د هغو واړو بهترک یم

پښتانه لره شړۍ انډ یرۍ بس ده

نه په فکر د مسند نه د توشک یم

چه منصب می د مغل خوړیو ملک ووم

چه منصب د مغلو نشته اوس ملک یم

د فرمان د پروانی حکم ئی نه شته

شکر دا چه په خپل حکم خپل وک یم

آزادی ده په ساده سپینه جا مه کښی

خلاص له غمه د زر بفت و د میلک یم

د وښو جو نگړی هسی را ته ښی شوی

وائی ناست په محلونو د آ هسک یم

که اوگره د بټو شته په شوملو سپینه

د مغلو پلاو پاتی ډیر پری ډک یم

که می عمر په شماره د دیرشو تیر دی

لا په کار کښی د ورلۍ لکه ازبک یم

د افغان په ننگ می وتړله توره

ننگیالی دزمانی خوشحال خټک یم