غزل

پرورده که د مغولو په نمک یم

Khushal Khan Khattak

پرورده که د مغولو په نمک یم

دا ورنگ له جوره هم له غـــــــــریوه ډک یم

په نا حق ئی په زندان کـــــــړم یو څـــو کاله

خدای خبر دی که ه خپله گنـــــــــاه شــک یم

پښتنو ســــــــــره زړه تــــــــور دی د مغو لو

خبـــــر دار ئی پــــــــه نیتونو یک په یک یم

که سره کـــــــه نا سره راته معلـــــــــوم د ی

په دا کار کـــــــــښـــی په معنی لکه محک یم

هغه زیست چه د عـــــــــــزت له مخه نه وی

چه ئی کار په هغه زیست پوری هک پک یم

په خپل نام و ننگ راشـــــــم لیــــــــــونی شم

خبر دار کله په سودو زیـان د لک یم

اور ئی پوری په منصب په نوکرۍ شه

چه تــر فهم وتر نظر د مغل کک یم

هر پښتــون چه د مغولو نوکری کا

که د زده د هغو واړو بهــترک یم

پښتانه لره شړۍ انډ یـرۍ بس ده

نه په فکر د مسند نه د تــوشک یم

چه منصب می د مغل خـوړیو ملک ووم

چه منصب د مغلو نشـــته اوس ملک یم

د فرمان د پروانی حکم ئــــی نه شته

شکر دا چه په خپل حکم خپـل وک یم

آزادی ده په ساده سپینه جا مـه کښی

خلاص له غمه د زر بفت و د میـلک یم

د وښو جو نگړی هسی را تـه ښی شوی

وائی ناست په محلونو د آ هسـک یم

که اوگره د بټو شته په شوملو سپینه

د مغلو پلاو پاتی ډیــر پــری ډک یم

که می عمر په شماره د دیرشو تیــر دی

لا په کار کښی د ورلۍ لکــه ازبک یم

د افغان په ننگ می وتړله تـوره

ننگیالی دزمانی خوشحال خټک یم