نظم

پسرلی او د ژوندانه راز

ګل پاچا الفت

يوه ورځ د سيند په غاړه شين سحر ؤ

کايناتو کې ښکاره د ژوند اثر ؤ

پاس له غره نه په مستۍ اوبه راتللې

په يوه گټه او بله لگېدلې

د سيند هرې خواته شين د ونو بڼ ؤ

د مرغانو پکې شور او ښه اتڼ و

ځمکې ايښی وو په سر ښه ښه گلونه

هم په مخ باندې د شنو بوټو خالونه

غر ټول پټ وپه نښترو سر تر پايه

د شپنو نارې راتلې له هره ځايه

د اوبو زوږ مې په سيند کې اورېدلو

زرکو غره کې د بهار صفت کولو

د ځوانۍ دوره راغلې په جهان وه

په گلانو ځولۍ ډکه د باغوان وه

تک شنه بوټی مې ولاړو شاوخواکې

چې لوی شوی وو په دې تازه هوا کې

چې کاته مې ددې بوټو ښې ځوانۍ ته

د بهار ښه طراوت او تازگۍ ته

يو ناڅاپه راپه يادوخت دخزان شو

په نظر کې مې تياره دغه جهان شو

ما ويل چې دا شنه بوټی ټول وچېږي

پس له څو ورځو دا حال نه پاتې کېږي

هسې دا گلان بهار دلته کرلی

د سېلاب مخ کې يې بوټی درولی

دا هر بوتی چې نن دلته ستايل کېږي

د خزان په لور له بېخه رېبل کېږي

چې خزان شته غوټۍ هسې باغ کې خاندي

بورا خوشې د گل بوټی ته وردانگي

ما سره دغه تشويش دغه سوداوه

پټه خوله مې له بهار سره وينا وه

ښه وږمه د پسرلی ناڅاپه راغله

په راتلو يې هر يو بوټی شو خوشحاله

زما غوږته رانژدې شوه په تلوار

راته وې ويل دژوند ځينې اسرار

بېهوده يې راښکاره زما سودا کړه

د حيات معنی يې ښه راته رڼا کړه

زه يې پوه کړم چې دا بوټی فنا کېږي

خو فنا ځنې هېڅکله نه وېرېږي

ته هم ويېره د خزان له زړه بهر کړه

په بهار کې دې ښکاره اصلی جوهر کړه

وده وکړه د بهار تاثير قبول کړه

د ژوندون په کار وباندی ځان مشغول کړه

که يوه گړۍ ژوندون لرې دنيا کې

خاورو لاندې يې تېرنه کړی په بېديا کې

په گلانو خپله سيمه کړه گلزاره

چې ونه اوسېږی گوره خوار و زاره

دا چې بېرته لږ څه پاتې دي شرقيان

سبب دا دی چې ددوی ټول شاعران

په بهار کې د خزان تصور کاندی

ژوندی ځان خپل گڼی تورو خاورو لاندې