غزل

پسرلی ؤ تازګي وه غوړیدلي ؤ ګلونه

ګل پاچا الفت

دګلانو موج کې پټ وو دوطن غرونه رغونه

صحرا ډکه وه له ګلو  هر طرف ته لا له زارؤ

ټول وطن ګل وګلزار ؤ هره خوا وه ګلشنونه

لمر لانه وه راختلی شین سحر تازه هوا وه

جونې سیل ته وې وتلې په اوربل ایښي ګلونه

دبهار په ننداره وم نه غمونه    نه  سودا وه

په آزاده  هوا باندې تازه کیږي مړاوي زړونه

دهیچا په قید کې نه وم څومره ښه ښکلې صحراوه

په خپل سر هر طرف تلمه  نه وه حکم نه امرونه

بیخودۍ کې تلمه تلمه نا خبره لاړم باغ ته

ښه ګلزار  ښایسته ګلشن ؤ خو هرلور ته دیوالونه

نظر بند ؤ مخه بنده  لرې لرې کتل نه  ؤ

فراخي دزړونو نه وې چې ایثار شي نظرونه

دبیدیا خلق په باغ کې خوشحالي نه شي موندلی

خوښوي دصحرا خلق  داوچتو غرو سرونه

یو زه نه وم غوټۍ هم وه په هغه ځای کې دلګیره

بلبلان وو که طو طیان وو کول ټولو فریادونه

چې ناڅاپه له صحرا نه  دبهار وږمه پیدا شوه

ونو بو ټو ورته ټيټ کړه  په تعظیم باندې سرونه

زړه تنګي له باغه لاړه  غوټۍ ټولې په خندا شوې

دازادو صحبتونه  لري څه ښه تاثیرونه

چې له باغه وتې نه شي  په قفس کې وي که نه وي

ګلستان ورته زندان دی شته زندان کې  هم ګلونه