غزل

قافلې د عشق

رحمان بابا

د دنيا د سور د پاره غمګين مه شه

غم د دين او د ايمان که بې دين مه شه

هر ګره ګره کشا لرې کم بخته

نا اميد له خدايه غوټه جبين مه شه

ډير خفت دې دارنده چه خوشه چين شه

څو د اب و دانه شته دانه چين مه شه

هر مارغه چه د بل غوښه خورۍ مردار دې

لکه زاڼړه ځان حلال که شاهين مه شه

د زرې په څير افتاب په طلب ګرځه

لکه تيږه هسې پروت په زمين مه شه

ار په تش لستونړې نه شې بې د لاسه

لاس په توره که بې لاسه استين مه شه

عاشقې او خودبينې دې سره لرې

که طلب د عاشقې وې خودبېن مه شه

په خپل کور کښې د سفر دې که پوهېږې

مسافر د هندوستان او د چين مه شه

خپل تابوت درته ولاړ زبن کړي اس دې

ته په زبرمه د بل اس او د زين مه شه

چه تقوَۍ ديانت نه لرې رحمانه

د دې هسې همنشينو نشين مه شه