نظم
قبيله پرستي
ګل پاچا الفتبادار دی خو ازاد نه دی قبيله کښې دی اسير
خې اوزي نه وتی نشي که وکيل شي که وزير
دلته ژوند قبيله يې دی قبيله لکه قبله ده
توجه ورته لري ټول که صغير دی که کبير
فکر خوی قبيلوی دی تش لباس يې مدنی دی
آغانه ديموکرات کېږي که هر څومره شي تنوير
قبايل او عشاير لا په قوت او زور چلېږي
قبيلې تقويه کېږي مليت خوا و حقير
جنگ جگړې د قبايلو په قانون کله حل کېږي
تش په ښار کښې په څو کسو قوانين لري تاثير
يو غلجي بل درانی دی څوک تاجک دی څوک ازبک
د افغان له کورو کلي خدايه ورک کړې دا توپير
شته په هر قام کښې گوندونه په يوه خېل کښې خېلونه
شوه ټوټې ټوټې قومونه که مسعود دی که وزير
فوقوي تعصبونه گوره ورځ په ورځ زياتيږي
يو هم نکړي په دې کار کښې نه تاخير او نه تقصير
چې اساس قبيلوي وي او احساس خانداني وي
په ولس يې نظر نه وي په خپلوانو وي زهير
د ملت په نامه باندې قبيلې ته خدمت کاندي
که احمد او که محمود دی گڼه يو د بل نظير
خيال او فکر يې لوی نه دی که يې نوم هر څومره لوی وي
قبيلي ته که مربوط وي لکه لوی غر د پامير
که تبعيض او امتياز وي هر څو غلی په پرده کښې
نه پټېږي پرې پوهېږي که اعمی دی که بصير
فاميلي احساس غالب دی خويشخوري کله پټېږي
که هر څو يې پټوي څوک په خبرو په تقرير
يوه کور کښې که اوسېږي د يوه کوريې مه بوله
حيثيت برابر نه دی د بادار او داجير
قبيلو کښې صاحبان شته اغايان او باداران شته
بې قانونه حکومت کاخان و بېگ ارباب او مير
نامريی وزيران نور دی نه دا عين وجيم چې گورې
مجبور وگڼه هر گوره دا رسمي مربی وزير
حقيقي فاعل يو بل دی دا چې وينې منفعل دی
دی څه نه کا په ده که تخريب دی که تعمير
همنوعي که دلته نه وي ده جنسي علاقه ډېره
چې ښه جنس ورته عرضه کا بيا د عرض گوره تاثير
که هر څومره وي په بدمخی مخور او معتبر شي
چې سره سپين لري په کور کښې يا ښه مخ بدر منير
مه غولېږه عاليجاه که په خوله درته دعا کړي
جوړه نه راځي په زړه کښې د بډای او د فقير
خوله په سوک شې ماتولی د سرسترگې ړندولی
خوتړلی نشې سترگې د وجدان او د ضمير
د ليکوالو وظيفه ده چې ازاد قضاوت وکا
ازادي اصلي معنی ده محرره! د تحرير
عدالت ديموکراسي هم دلته شوه قبيلوي
او که دغه شانته نه وي څوک يې کله قبلوي