غزل

رفتار يې مستانه دی

خوشحال خان خټک

رفتار يې مستانه دی

په غمزه کې يگانه دی

دا پسر په لب شکرې

چې هر غاښ يې دُردانه دی

که په سترگو يې نظر کړې

کل له نازه همخانه دی

که ومخ وته يې گورې

لاله گل يې نښانه دی

په دا پېچ و تابو زلفو

چې د مښکو خزانه دی

لا يې پۍ څاڅي له شونډو

په هر کار کې فرزانه دی

زما ځان تر ده فدا شه

چې هم ځان هم جانانه دی

نه چې زه په ده مين يم

د همه خلکو ستانه دی

خپل صورت ستايي په خپله

د خوشال زبان بهانه دی