غزل

راکوي د بې درد په پېغورونه

رحمان بابا

راکوي د بې درد په پېغورونه

بلوي مې په تندي باندې اورونه

نور څه نشته واړه غوښې دي د زړونو

چې ورژلی شي د ترکو په قورونه

هر نگاه يې په وکښو د زړونو شير دی

همېشه راباندې ازمايي زورونه

خدای دې تور د تورو سترگو چاته نه کا

عالمونه يې ورکېږي په تورونه

يو د حسن اور يې بل کړ په جهان کې

په دا اور باندې يې وسوه ډېرکورونه

زه د يار په مينه غل کړم رقيبانو

گڼه نور يې کوم راپورې دي پورونه

د رحمان د عاشقۍ هسې غږ وشو

چې بر پای شوهر ښهر کې شورونه