غزل
راښکاره شول ددې دور لنډ لستوڼي
خوشحال خان خټکراښکاره شول ددې دور لنډ لستوڼي
پردي مال و ته اوږده لاسونه موڼي
که په باغ يې د يتيم، د کونډې گډ کړې
د انگورو به خواږه ږنگوري چوڼي
د خوړو مزه پوښتي بزه يې هېره
ښې څربې لنډې وهي ورباندې سوڼي
کله سر په سينه ومنډي، شيژگی شي
کله سر موږي د مار لکه سور بوڼي
چې په شهر، په ولس کې ساده هيښ وي
ورځ و شپه پرې حواله وي لکه کوڼي
په بل ځای لکه شا خوږی خرخوله چينگه
په بل کور کې لکه آس په راتب پوڼي
که څه کار دی، د رندانو دی خوشاله!
چې ظاهر، باطن يې دواړه دي مخ روني