غزل راښکاره شول ددې دور لنډ لستوڼي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 راښکاره شول ددې دور لنډ لستوڼي پردي مال و ته اوږده لاسونه موڼي 02 که په باغ يې د يتيم، د کونډې گډ کړې د انگورو به خواږه ږنگوري چوڼي 03 د خوړو مزه پوښتي بزه يې هېره ښې څربې لنډې وهي ورباندې سوڼي 04 کله سر په سينه ومنډي، شيژگی شي کله سر موږي د مار لکه سور بوڼي 05 چې په شهر، په ولس کې ساده هيښ وي ورځ و شپه پرې حواله وي لکه کوڼي 06 په بل ځای لکه شا خوږی خرخوله چينگه په بل کور کې لکه آس په راتب پوڼي 07 که څه کار دی، د رندانو دی خوشاله! چې ظاهر، باطن يې دواړه دي مخ روني Dictionary meaning × Headword