نظم
راکټ
عبدالباري جهانيشپه ده سړه د ژمي توره شپه ده ـ
او د يخنۍ د بلا توري وېروونکي څېرې ـ
د ښار له لارو کوڅو ـ
او د کورونو څخه ساه ايستلې ـ
هلته کوڅه کي وارخطا ګامونه ـ
او چيرته ليري د څو سپيو غپا ـ
د رېږدېدلو او غمجنو انګولاوو سره ـ
د شپې پر سترګو باڼه و رپوي ـ
هوسۍ لا ويښه ده د مور په غېږ کي ـ
د اباجان د راتلو زېرى اوري ـ
او پر سرو شونډو يې موسکا نڅېږي ـ
بيا يې په تورو ښايستو سترګو کي ـ
د ورکو هيلو رڼا وځلېږي ـ
چي يو ناڅاپه د ميرويس له چيغو ـ
هوسۍ د مور له غېږي وخوځېږي ـ
د ويښو سترګو د خوبونو نړۍ ونړېږي ـ
د اميدونو او خيالونو لړۍ ـ
لکه مستيو کي شلېدلى امېل ـ
له غاړي ولوېږي دانه دانه سي ـ
مور دوه بې واکه دوه رنځور لاسونه ـ
ټپروي او هوسۍ بيا راپاڅي ـ
د هري شپې په رسم ـ
ميرويس ته وايي پخوانۍ سندره ـ
د اباجان د راتلو نکل کوي ـ
بيا دروازه ټکېږي ـ
بيا هوسۍ درومي او په چيغو چيغو ـ
مور باندي زېرى کوي ـ
بيا هغه تللې، مسافره، مهربانه څېره ـ
تور او ښايسته برېتونه ـ
بيا هغه دنګه ونه ـ
له ډکي غېږي سوغاتونو سره ـ
کور ته راځي، هوسۍ په غېږ کي نيسي ـ
او د ميرويس پر مخ پر سترګو پر نازکه خولګۍ ـ
مچي اوري ـ
هوسۍ سندره ويل ـ
ژړا کراره سوله ـ
چي په تورتم کي هيبتناکي ډزي ـ
پر نازولو، پر سورکيو، پر نريو شونډو ـ
د تل دپاره نغمه وسوځوله ـ
او راکټ خپله سينه يخه کړله ـ