غزل
راشه گوره د بهرام د نفاق چر
خوشحال خان خټکراشه گوره د بهرام د نفاق چر
گاه سني، گاه رافضي، گهي کافر
کله ښه زويه د پلار ښه ورور د ورور شي
گاه له دواړو توکو گرځي پر نځر
دا تاثير د بد پټي دی که د تخم
چې غنم باندې کرې، کېږي جودر
که لوگی د اور فرزند دی په دا څه شو
چې د اور غوندې يې نشته خير و شر
په مادر کې يې بلا وي که په پلار کې
چې دا هسې ځنې زېږي گيدی خر
سعادت، بهرام، يحيی و ته نظر کړه
په خصلت کې سره يو تر بل بدتر
و خانيې و ته ځغله هنر هيڅ نه
و عالم و ته پيدا کړه درد سر
خاني کار د هر چا نه دی، د هغه دی
چې صرفه يې نه په زر وي نه په سر
يکباره يې په نظر کې شرم و ننگ وي
د دنيا په سود و زيان نه وي خبر
له زمريو نه خالي نه وي هيڅ درگه
خدای به ډېر پکې پيدا کا شېر نر
د بي بي اولاد همه گيدړ ميدړ دي
په افضل، په معظم لگي نظر
که طالع ورسره ملې شي ځان څرگند کا
بيا به هاله ټټر يخ کا د پدر
د خوشال خټک که سل زويه نمسي دي
لا لايق د خانۍ نه وينم پسر