غزل راشه گوره د بهرام د نفاق چر Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 راشه گوره د بهرام د نفاق چر گاه سني، گاه رافضي، گهي کافر 02 کله ښه زويه د پلار ښه ورور د ورور شي گاه له دواړو توکو گرځي پر نځر 03 دا تاثير د بد پټي دی که د تخم چې غنم باندې کرې، کېږي جودر 04 که لوگی د اور فرزند دی په دا څه شو چې د اور غوندې يې نشته خير و شر 05 په مادر کې يې بلا وي که په پلار کې چې دا هسې ځنې زېږي گيدی خر 06 سعادت، بهرام، يحيی و ته نظر کړه په خصلت کې سره يو تر بل بدتر 07 و خانيې و ته ځغله هنر هيڅ نه و عالم و ته پيدا کړه درد سر 08 خاني کار د هر چا نه دی، د هغه دی چې صرفه يې نه په زر وي نه په سر 09 يکباره يې په نظر کې شرم و ننگ وي د دنيا په سود و زيان نه وي خبر 10 له زمريو نه خالي نه وي هيڅ درگه خدای به ډېر پکې پيدا کا شېر نر 11 د بي بي اولاد همه گيدړ ميدړ دي په افضل، په معظم لگي نظر 12 که طالع ورسره ملې شي ځان څرگند کا بيا به هاله ټټر يخ کا د پدر 13 د خوشال خټک که سل زويه نمسي دي لا لايق د خانۍ نه وينم پسر Dictionary meaning × Headword