غزل راشه گوره! څه کارونه درنگ په درنگ شي خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 راشه گوره! څه کارونه درنگ په درنگ شي په ساعت د دنيا چارې په بل رنگ شي 02 واړه وسوځي په اور کې، خبر نه يم بيا له کومه را پيدا هومره پتنگ شي 03 لا به کله مخامخ را سره خاندي چې کاته يې گاه گهې راته په څنگ شي 04 چا ويل د کښليو جنگ لکه اشتي ده تل يې ما سره آشتي ده که په جنگ شي 05 په هر چا باندې يې زړه دی لکه ژاوله خو په ما باندې چې راشي زړه يې سنگ شي 06 حال دې وگوري زما بيا دې اهنگ کا د هر چا چې عاشقۍ وته آهنگ شي 07 چې فراق د مهوشانو لا چينه دي که روان زما له دواړو سترگو گنگ شي 08 تا په خپله رضا ونيوه په غوره! اوس دې ولې د خوشال له يارۍ ننگ شي د قاموس مانا × اصلي کلمه