غزل راشه گوره! څه کارونه درنگ په درنگ شي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 راشه گوره! څه کارونه درنگ په درنگ شي په ساعت د دنيا چارې په بل رنگ شي 02 واړه وسوځي په اور کې، خبر نه يم بيا له کومه را پيدا هومره پتنگ شي 03 لا به کله مخامخ را سره خاندي چې کاته يې گاه گهې راته په څنگ شي 04 چا ويل د کښليو جنگ لکه اشتي ده تل يې ما سره آشتي ده که په جنگ شي 05 په هر چا باندې يې زړه دی لکه ژاوله خو په ما باندې چې راشي زړه يې سنگ شي 06 حال دې وگوري زما بيا دې اهنگ کا د هر چا چې عاشقۍ وته آهنگ شي 07 چې فراق د مهوشانو لا چينه دي که روان زما له دواړو سترگو گنگ شي 08 تا په خپله رضا ونيوه په غوره! اوس دې ولې د خوشال له يارۍ ننگ شي Dictionary meaning × Headword