غزل

راشه مه کوه له چا سره جفا

رحمان بابا

راشه مه کوه له چا سره جفا

لږ ژوندون دی ضايع کېږي بې وفا

په دنيا کې هېڅوک نه دي پاتې شوي

واړه تلوني دي که نن دي که سبا

دا ياران چې نن و تا وته جلوه کا

په دوه ورځې پس به واړه شي فنا

که ديدن دې دچا خوښ وي ورته گوره

چې فنا شي بيا به کله شي پيدا

د خزان پاڼې چې بېلي شي له ښاخه

په حکمت به يې پيوند نه کا حکما

چې په ځمکه څاڅکی پرېوځي له اسمانه

بيا له ځمکې ختی نه شي په سما

گومان مه کړه چې بيا سترگو لره ورشي

هغه اوښکې چې له سترگو شي جدا

دا په هره ورځ چې خېژي بېل بېل نمر دی

هر چې پرېوځي هغه نه شي ختی بيا

که جنت په زهد نه دی بې له فضله

هر سړی دې خپله غاړه کا ادا

که د نفس د پاره سل محنته وکړې

يو محنت به دې په کار نه شي فردا

که تمام جهان په خپله گېډه وخورې

ياد به نه شي په درود او په دعا

که يوه دانه د اوږي په لاس ور کړې

هم دغه به دې تو ښه شي د عقبا

که يو څاڅکی اوبه تږي لره ورکړې

د دوزخ او ستا تر ميان به شي دريا

که يو ځله سر دخدای په لوري ټيټ کړې

په قيامت به سر بلند شې تر هر چا

بازار دادی که څوک سود او سودا کاندي

په هغه جهان نه سود شته نه سودا

اشنايان که څه پوهېږي نن يې وخت دی

چې ځارېږي يو اشنا تر بل اشنا

که ژوندون دی خو هم دا دی په جهان کې

چې له چا سره تېرېږي په خندا

خدای امان وکړه له هسې زندگيه

چې ته بد وايې له بله، بل له تا

زهر ښه دي که په سوله په صلاح وي

نه شکرې په فتنه او په غوغا

نفس په خاورو په خس ډک ښه دی بېغمه

نه د غم په خار و خس پخه حلوا

ماته ملا په مشقت په محنت ښه ده

نه حرامه هميانۍ د چا تر ملا

ړوند بهتر دی چې څه نه ويني په سترگو

نه چې سترگې په پردي حرام کا وا

گونگ بهتر دی چې بې کام و بې زبان وي

نه چې ژبه شي په بد ويل گويا

کوڼ بهتر دی چې څه نه اوري په غوږو

نه چې غوږ کاندي په بد ويل شنوا

دېو او دد که په خوا در شي خو بهتر دی

خدای دې بد سړی در نه ولي په خوا

د جاهل تر همدميه به بهتر وي

که له چا سره همدم وي اژدها

که مشکل دی خو د زړونو رغول دي

سهل کار دی سود او زيان ددې دنيا

سود او زيان د دنيا واړه سهل کار دی

خدای دې نه کا څوک په سهل کار رسوا

چې د ورور و عزيز زړه پرې آزارېږي

حاصل مه شه هغه خپله مدعا

گاه د نورو رضا بويه گاهی خپله

په کار نه ده همېشه خپله رضا

ښه خواړه چې يو يې خوري بل ورته گوري

خواړه نه دي هغه زهر دي گويا

چې ښادي يې يو زمان وي غم تر تله

دغه هسې چارې نه کاندي دانا

لکه ځان هسې و بل وته نظر کړه

لکه ستا دی هسې ځان دی د هر چا

منصفانو لره بويه چې انصاف کا

نه چې نغوته کا د حرص او د هوا

د سړي په خاطر هر څه هر څه گرځي

نه چې وگڼي همه واړه روا

دينداران دې و خپل دين وته نظر کا

څوک فکرونه د صواب څوک دخطا

خدای دې نه کاندي خطا د چا له لاسه

څه نسبت دی د خطا او د عطا

هسي نه چې سړي واړه سره سم دي

څوک اعلی دي څوک اوسط دي څوک ادنی

د هر چا حرمت په خپله اندازه دی

نه چې مومي نفر ځای د امرا

زه رحمان له چا شکوه شکايت نه کړم

نشته بل دوست او دښمن زما بې ما