غزل
راشه وگوره نن دا طراز زما
خوشحال خان خټکراشه وگوره نن دا طراز زما
حقيقت سره قرين مجاز زما
درست عالم يې په بازار په كوڅه وايي
لاوچاته ښكاره نه دى راز زما
د نيازمنوعمر غواړم ، په داڅه شي
كه بې نياز وگړي نه وړي نياز زما
دغمزې په تيغ مې وژنه ، صرفه مه كړه
څوك به نه غواړي له تانه ساز زما
د مسجد محراب د چا دى د عابد دى
په محراب يې دابرو نماز زما
ښايسته د بڼ طاوس ورلره بويه
دا واړه ښكارونه ، نه كا باز زما
چې په خوږو زړونو بلوسي سزا مومي
ښه چي خوار شو په دنيا غماز زما
د مراد باده راولوزه كرياب دى
چې روان شي خاطر خواه جهاز زما
كه يې تل لكه شكر خورم كم به نه شي
ستا د دواړو خوږو شونډو آز زما
ته په ما باندې تل ناز كړه معشوقه يې
زه خوشحال خټك عاشق يم نياز زما