نظم
رحمت للعلمين
ګل پاچا الفترب العلمين دې د رخـمت للعلمين گڼي
نلرې ثاني چې دې خاتم النبيين گڼي
ډېر خلک دې وايستل تيارونه د رڼا لور ته
ستا لاس کښې رڼا مسلمانان نوراليقين گڼي
ته په مومنانو مهربانه له هر چانه وې
ځکه دې رؤف رحيم ارحم الراحمين گڼي
ستا خلق عظيم خو په قرآن کښې خدای ستايلی دی
نور خلک لا څه چې مشرکان دې هم امين گڼي
ډېر دې له دوزخه گرزولی د جنت لورته
ښايي در سره چې دې شفيع المذنبين گڼي
تا مسلم په بعث بعدالموت باندې مومن کړلو
نه مري مومنان آب حيات د اسلام دين گڼي
غيب ته دې نظر متوجه د مومنانو کړ
ځکه حيواني نظر ستحي او ظاهربين گڼي
دې دنيا نه ښه بله دينا ځان ته مومن لري
هلته مومن هر څه لري کله ځان مسکين گڼي
بار د دنيا هر څومره که سپک وي څه پروا لري
تله دعمل که يې درنه وي ځان سنگين گڼي
ستا مينه مې بس ده چې له ځان سره يې خدای ته وړم
ستا رضا "الفت"رضا د رب العلمين گڼي