غزل
رنګ و خوشبو په اوښکو سرو د زړه ګلاب لري
پیر محمد کارواندمرغلرې قدر هاله وي چې اب لري
مامې د خپل زړه په کتاب کې روایت لیدلی
ماته خواږه خواږه را و ګوره ثواب لري
دحوالورې انګوري خولګۍ به بیا راکوي
پرتامین دخوندوري ګناه تاب لري
اخ د جنت د دروازې غنګی مې زړه ته راغی
په اوښکو لوند غږد ملنګ بابا رباب لري
مخ د خبرو پټ د خیال په ټیکري ښه شاعري
داد ښکلا ناوکۍ پټ مخ په نقاب لري
د ادم زوی کوي خوږه غنم غنم شاعري
د حوالورې ستا په نوم یې انتساب لري
چې ملایان یې پر ممبر په مینه مینه وایې
کاروان دغسې شعرونو لو ی کتاب لري