غزل
څه به وايم ددې نفس له ازمايښته
خوشحال خان خټکڅه به وايم ددې نفس له ازمايښته
چې ادم يې رايستلی له بهشته
چې په کې د دواړو کونو مراد مومي
هغه چار دې تر نظر لاندې کا زښته
د کېميا د بوټي گل کله مونده شي
چې د پښو تلي گلگون نه شي په غوښته
د سړيو په غفلت پورې حيران يم
چې په گور کې تورې خاورې هومره نشته
بيا به څله څوک طلب د دنيا کاندي
چې يې خلاص نه وي يو دم د کار له کشته
که تر سر لاندې بالښت کېږدي د پرونو
عاقبت به تر سر لاندې کاندي خښته
د دنيا مينه په مثل د خارښت ده
هيڅوک نه وينم خالي له دې خارښته
د صحرا په کاڼي رخه د شيطان شوه
عيسی سر په مځکه کښېښه له بالښته
د زړه مينه په مثال لکه پټک ده
چې د گوی څښتن وهله هور ته رغښته
غم يې واړه د اشنا د بېلتانه دی
د خوشال څه سريکار شو له جوړښته