غزل څه به وايم ددې نفس له ازمايښته Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 څه به وايم ددې نفس له ازمايښته چې ادم يې رايستلی له بهشته 02 چې په کې د دواړو کونو مراد مومي هغه چار دې تر نظر لاندې کا زښته 03 د کېميا د بوټي گل کله مونده شي چې د پښو تلي گلگون نه شي په غوښته 04 د سړيو په غفلت پورې حيران يم چې په گور کې تورې خاورې هومره نشته 05 بيا به څله څوک طلب د دنيا کاندي چې يې خلاص نه وي يو دم د کار له کشته 06 که تر سر لاندې بالښت کېږدي د پرونو عاقبت به تر سر لاندې کاندي خښته 07 د دنيا مينه په مثل د خارښت ده هيڅوک نه وينم خالي له دې خارښته 08 د صحرا په کاڼي رخه د شيطان شوه عيسی سر په مځکه کښېښه له بالښته 09 د زړه مينه په مثال لکه پټک ده چې د گوی څښتن وهله هور ته رغښته 10 غم يې واړه د اشنا د بېلتانه دی د خوشال څه سريکار شو له جوړښته Dictionary meaning × Headword