غزل
څه زه څه مې مجال دی چې به ووايم ستا يار يم
خوشحال خان خټکڅه زه څه مې مجال دی چې به ووايم ستا يار يم
دا هومره عزت لږ دی چې گدای دې د دربار يم!
چې ما زهد، تقوی، طاعت، بندگۍ لره څوک بولي
زه کله ستا له عشقه و بل کار وته وزگار يم
په لويه ورځ به ستا په گرېوان ښخې کړم منگولې
څه ته، څه دې ويل دي تسا د خون څه پروا دار يم
په ما باندې ته تل تر دواړو سترگو لا عزيز يې
که ستا تر فهمه هر څو تر دا تورو خاورو خوار يم
سودا د يار د وصل که په سر شي، يا په مال شي
د سرو مال به هيڅ صرفه ونه کړم خريدار يم
چې ومرم عزيزانو ! تور کفن رالره بويه
په دا سبب چې زه د تورو سترگو سو گوار يم
هزار ځله په کال کې يوه مياشت د گلو وخت وي
د يار په صحبت زه محبوبه تل تازه بهار يم
څه جک وهې ناصحه! چې و ما ته نصيحت کړې
ور درومه خپل روزگار کړه زه خوشال په خپل روزگار يم