غزل

ساقي چې مهربان شي په پياله کې می زياتېږي

خوشحال خان خټک

ساقي چې مهربان شي په پياله کې می زياتېږي

چې مې ورځنې اخلي د رقيب ښيښه ماتېږي

قربان يې شم تر سترگو په طالع کې زورور دی

چې هر کله يې سترگې په زېبا جمال توانېږي

بوسه د سپينې خولې راکړه بد مه وړه مستحق يم

د حسن له نصابه دې څو توکه زکاتېږي

افت په هلکوالي و جمال د هغې ترکې

چې کال باندې تېرېږي آفت لا څه تازه کېږي

ژوندون د عاشقانو د معشوقې په وصال دی

چې بېل شي له معشوقې ژوندي نه دي وفاتېږي

چې اوسپنې ترې خېژي هغه کاڼي رنگا رنگ دي

ترخې خوږې ترې خېژي څوک پولاد ترې مراتېږي

د چا خونې چې ومري پس له مرگه شي ميراتي

د چا خونې خوشاله په ژوندونې ميراتېږي