غزل ساقي چې مهربان شي په پياله کې می زياتېږي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ساقي چې مهربان شي په پياله کې می زياتېږي چې مې ورځنې اخلي د رقيب ښيښه ماتېږي 02 قربان يې شم تر سترگو په طالع کې زورور دی چې هر کله يې سترگې په زېبا جمال توانېږي 03 بوسه د سپينې خولې راکړه بد مه وړه مستحق يم د حسن له نصابه دې څو توکه زکاتېږي 04 افت په هلکوالي و جمال د هغې ترکې چې کال باندې تېرېږي آفت لا څه تازه کېږي 05 ژوندون د عاشقانو د معشوقې په وصال دی چې بېل شي له معشوقې ژوندي نه دي وفاتېږي 06 چې اوسپنې ترې خېژي هغه کاڼي رنگا رنگ دي ترخې خوږې ترې خېژي څوک پولاد ترې مراتېږي 07 د چا خونې چې ومري پس له مرگه شي ميراتي د چا خونې خوشاله په ژوندونې ميراتېږي Dictionary meaning × Headword