غزل

ساقي پورته شه د ميو جام تيار کړه

رحمان بابا

ساقي پورته شه د ميو جام تيار کړه

عمر هېڅ معطلي نه لري تلوار کړه

هر دم تېغ دی زما ستا په گلو گرځي

هر نفس دخپل نفس له تېغه ډار کړه

تر خودۍ په هورته بله بلا نشته

خادمي د بې خودانو په دربار کړه

دا پينځه ورځې ژوندون چې غنيمت دی

شکرانه په دا نعمت د کردگار کړه

که غمخوار غواړې په غم او په اندوه کې

ښيښه ډکه د شرابو اختيار کړه

څو دې دوه سترگې غړېږي په جهان کې

ننداره په هر ساعت د خپل نگار کړه

هغه څوک دی چې تهمت پرې وايه نه شي

غوږ په هېچا باندې مه باسه خپل کار کړه

بې وفا دي ددې د هر ياران واړه

چې دې پس له مرگه يار شي هغه يار کړه

مدعي چې په زړه ورشي هغه وايي

گوش او هوش دمحبانو په گفتار کړه

رحمان وايي د دنيا چارې فاني دي

البته په دا خبره اعتبار کړه