غزل
سر په بيدې بېديا ونيوای ژړلی
خوشحال خان خټکسر په بيدې بېديا ونيوای ژړلی
په صحرا د ونو پاڼې، پټ خوړلی
که اشنا، که نا آشنا واړه ليدل شي
د همه واړو په ږيره ورخړلی
چې د قام د خېلخانې په حال خبر شوم
څه روزگار به پکې شي په غم لړلی
په ناحق مې آزادۍ و ته تلاش کړ
په زندان د اورنگ زېب ښه وم تړلی
خپل پردي چې د دنيا شکر خواره دي
لکه مچ هسې له ځانه وشړلی
زما حال به و هغه و ته معلوم و
که دا هومره ډېر آهونه چانغړلی
که خوشال پنجهزاري کا، مه يې وينه
د مغول له نوکرۍ دی اغېړلی