غزل سر په بيدې بېديا ونيوای ژړلی Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 سر په بيدې بېديا ونيوای ژړلی په صحرا د ونو پاڼې، پټ خوړلی 02 که اشنا، که نا آشنا واړه ليدل شي د همه واړو په ږيره ورخړلی 03 چې د قام د خېلخانې په حال خبر شوم څه روزگار به پکې شي په غم لړلی 04 په ناحق مې آزادۍ و ته تلاش کړ په زندان د اورنگ زېب ښه وم تړلی 05 خپل پردي چې د دنيا شکر خواره دي لکه مچ هسې له ځانه وشړلی 06 زما حال به و هغه و ته معلوم و که دا هومره ډېر آهونه چانغړلی 07 که خوشال پنجهزاري کا، مه يې وينه د مغول له نوکرۍ دی اغېړلی Dictionary meaning × Headword