غزل
سر په صحرا لکه مجنون يمه د ستا د لاسه
امیر حمزه شینواریسر په صحرا لکه مجنون يمه د ستا د لاسه
په زړه زخمي د ستا د زلفو د بلا دلاسه
تا دې هم خدای کاندي مفتون د چا په تورو سترگو
چې نوش کوې ډکې پيالې د سم د چا د لاسه
سوړ اسوېلی د شپې، ژړا دې دسحر شه نصيب
سوی ځيگر لوغړن پرېوځې د جفا دلاسه
خوب دې د سترگو نه فرار شه د بېلتون په نشه
ورک دې قرار شه دسحر باد سبا د لاسه
تا مې جاري په ځای داوښکو کړو له سترگو نه خون
خوراک دې وينه د ځيگر شه د حنا د لاسه
يوځلې رنگ شې په تهمت باندې په شانې زما
په کور او کلي کې رسوا شې د اشنا دلاسه
د سوي لوي زړه په درد باندې به پوه شې هله
سوخته په برق چې شې د چشم فتنه زا لاسه
ستا که شعار جور وجفا وي نو جفا کوه ته
ولې مجبور يمه حمزه خپلې وفا دلاسه