غزل
شمعې هم زما په شانې انتظار کړ
امیر حمزه شینواریشمعې هم زما په شانې انتظار کړ
د سحر د تبسم نه يې سر ځار کړ
د قدرت ستم زغمه چې لوی استاذ دی
په ژړا يې د طفلانو لا بسيار کړ
په يو وار يې همه راز د گلشن ووې
يو ځل و خندېده گل ځان يې وزگار کړ
يو او بل ته خندني شي چې گل راشي
هم ددې بې خبرۍ نوم يې گلزار کړ
سپک فطرتي دې له عشقه کنار گرځي
د درياب چپو خسڼی په کنار کړ
شي غذا د محبت له حوادثو
ولې چا که طبيعت ورته نهار کړ
حيف چې قدر د ځوانۍ خو ځواني کاندي
ما کمسنه ستا ځوانۍ ته انتظار کړ
په اصول د اشنايۍ هله خبر شوم
چې څو ځل مې ناقابل د يارۍ يار کړ
لادې شونډې هم لمدې په ميو نه وې
حمزه! ځان دې وچ په وچه پرهېزگار کړ