غزل

څو جفا قبوله نه کړې د اغيار

رحمان بابا

څو جفا قبوله نه کړې د اغيار

وبه نه وينې په سترگو مخ د يار

چې اول يې خار زرغون شي په پهلو کې

غونچه هله شگفته شي په گلزار

جنت چا په رياضت موندلی نه دی

ولې بويه هر بنده لره خپل کار

که مونده شوی خوش بويي په خوش خويۍ

پروت به نه و د چندڼ د پاسه مار

آب تر لعلو د لاله د گلو ډېر دی

بخت دی دا چې څوک عزيز کاندي څوک خوار

هسې زيب کا په بياض د رحمان شعر

لکه زلفې د خوبان په رخسار