غزل
څو ژوندی يې د رزق مه کوه هيڅ غم
خوشحال خان خټکڅو ژوندی يې د رزق مه کوه هيڅ غم
خپل قسمت به در رسېږي بېش و کم
قابل غم د ننگ و نام کا په دنيا کې
نه په غم وي د دينار او د درم
قارون لاړ تحت الثری لره، لادرومي
موسی پاس په عليين کښېښ قدم
پس له مرگه ښخ دمرد تر قدم ښه يم
گور مې مه شه دنامرد له گوره سم
د خوشال قدر که اوس په هېچا نشته
پس له مرگه به يې ياد کا ډېر عالم